کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیلزاد یو سوکاله افغانستان د سیمه ییزې سولې، امنیت او سوکالۍ لپاره مهم بللی

11 سرطان 1399 ساعت 10:20

افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي یو باثباته او سوکاله افغانستان په منځنۍ اسیا کې د سیمه ییزې سولې، امنیت او سوکالې لپاره مُهم دی.


زلمي خلیلزاد پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د اوزبیکستان پلازمینه تاشکند کې یې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر کاملوف او ځانګړي استازي ارګاشف ترڅنګ، د تاجکستان، ترکمنستان او قزاقستان له بهرنیو چارو وزیرانو سر د افغانستان پرمسایلو ګټورې خبرې درلودې.
خلیلزاد ویلي، په دې کتنه کې په افغانستان کې د پانګونې او د پولو په شاوخوا کې د شته فرصتونو په تړاو خبرې وشوې او د سیمې د ودې لپاره د یوه ګډ صندوق پرجوړېدوهم خبرې وشوې.
خلیلزاد ویلي، با اقتداره منځنۍ اسیا کولای شي چې د افغان سولې په برخه کې ګټور کار وکړي.
زلمي خلیلزاد څو ورځې وړاندې د قطر، اوزبیکستان او پاکستان ته سفر پيل کړی دی.


د مطلب کود: 213422

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213422/خلیلزاد-یو-سوکاله-افغانستان-د-سیمه-ییزې-سولې-امنیت-او-سوکالۍ-لپاره-مهم-بللی

آوا
  https://www.avapress.com