کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حسن بخش د جوجیتسو سیالیو په نړیواله درجه بندۍ کې لومړی مقام لري

11 سرطان 1399 ساعت 16:20


د افغانستان د ازادو سیالیو پیاوړی لوبغاړی حسن بخش صفري د جوجیتسو نړیوالي سیالیو په درجه بندۍ کې یو وار بیا په لومړي مقام راغلی دی. د جوجیتسو سیالیو نړیوال فدراسیون لخوا د ۲۰۲۰کال جوجیتسو سیالیو مخکښ لوبغاړو نوملړ خپور کړی چې په نوملړ کې حسن بخش صفري په لومړی درجه له افغانستان څخه راغلی او  دمنګولا هېواد تکړه لوبغاړی اېردیني په دویم مقام کې ځای لري. حسن بخش په ۲۰۰امتیازاتو سره لومړی او اېردینې ۱۶۰نمرو سره دوېیم مقام لري. دا دوهم ځل دی چې حسن بخش صفري په دې برخه کې خپل لومړی مقام له ځان سره خوندي ساتي، تېر کال هم په همدې درجه کې ځای درلود.


د مطلب کود: 213481

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213481/حسن-بخش-د-جوجیتسو-سیالیو-په-نړیواله-درجه-بندۍ-کې-لومړی-مقام-لري

آوا
  https://www.avapress.com