دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۲۰
د مطلب کود : 213481
د افغانستان د ازادو سیالیو پیاوړی لوبغاړی حسن بخش صفري د جوجیتسو نړیوالي سیالیو په درجه بندۍ کې یو وار بیا په لومړي مقام راغلی دی. د جوجیتسو سیالیو نړیوال فدراسیون لخوا د ۲۰۲۰کال جوجیتسو سیالیو مخکښ لوبغاړو نوملړ خپور کړی چې په نوملړ کې حسن بخش صفري په لومړی درجه له افغانستان څخه راغلی او  دمنګولا هېواد تکړه لوبغاړی اېردیني په دویم مقام کې ځای لري. حسن بخش په ۲۰۰امتیازاتو سره لومړی او اېردینې ۱۶۰نمرو سره دوېیم مقام لري. دا دوهم ځل دی چې حسن بخش صفري په دې برخه کې خپل لومړی مقام له ځان سره خوندي ساتي، تېر کال هم په همدې درجه کې ځای درلود.
https://avapress.com/vdcevx8wzjh8zei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته