کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر اشرف غني: د طالبانو له خوا د بندیانو پر خوشي کېدو ټینګار وکړ

12 سرطان 1399 ساعت 11:11


 طالبان باید افغان نظامیان او نور بندیان ازاد کړي، څو دا پروسه یو اړخیزه نه شي. بلخوا، ,ولسمشر وویل، اندونیزیا، ازبکستان، المان، ناروې، روسیې او چین د بین الافغاني خبرو کوربتوب ته لېوالتیا ښودلې، خو په خبره یې د بین الافغاني مذاکراتو لومړۍ ناسته به د قطر هېواد په پایتخت دوحه کې وشي. هغه زیاته کړه، د امریکا په مشرۍ د افغان سولې او بین الافغاني خبرو د پیل لپاره تازه هڅې پیل شوې، خو تر اوسه یې وخت نه دی ټاکل شوی چې کله به پیل شي. دا په داسې حال کې ده چې د قطر په پایتخت دوحه کې د روان میلادي کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه د واشنګټن او طالبانو تر منځ د هوکړې پر اساس افغان حکومت تر اوسه د طالبانو شاوخوا ۴۰۰۰ زره بندیان خوشي کړي او طالبانو هم تر اوسه د حکومت تر ۵۰۰ ډېر بندیان ازاد کړي دي.


د مطلب کود: 213529

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213529/ولسمشر-اشرف-غني-د-طالبانو-له-خوا-بندیانو-پر-خوشي-کېدو-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com