کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کونړ: د اداري مشرانو غونډه کې پر یو شمیر وړاندیزونو خبرې وشوې

12 سرطان 1399 ساعت 18:09

د کونړ ولایت مرستیال والی په مشرۍ د ادارومشرانو غونډه وشوه.
د کونړ د رسنیو دفتر وايي، ياده ناسته چې نن له غرمې مخکې د ولايت مقام په تالار کې ترسره شوه د ادارو مسوولينو له لوري پکې د کروناسره د مبارزې او د کابینې غونډې لپاره دولس او ادارې لومړيتوبونو په اساس راټول شويوموضوعاتو په اړه د بحث ترڅنګ د عوايد د لوړاوي په برخه کې د همکاريو د هوکړه ليک چمتووالي او د ښځينو د ملاټر مرکزجوړيدوپه اړه د ادارو په وړانديزونوخبرې وشوې.



مرستيال والي ګل محمد بيدار د څرګندونو په مهال د ولايت او مرکزي حکومت ترمنځ د اړيکو پياوړتيا او غوښتنوته د لاسرسي لپاره دکابینې په غونډوکې د واليانوګډون اغيزمن ګام وباله او په مسوولينو يې غږوکړه چې خپل وړانديزونه اوغوښتنې د ولايت مقام سره په ټاکلي وخت شريکې کړي.
سرچینه زیاتوي؛ همدا راز نوموړي د کروناسره مبارزه، د ښځينو پياوړتيا او د کانونو قانوني استفاده د ولايتي ادارې مهم لومړيتوبونه يادکړل او د همکاريو ډاډ يې څرګندکړ.
 


د مطلب کود: 213583

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213583/کونړ-د-اداري-مشرانو-غونډه-کې-پر-یو-شمیر-وړاندیزونو-خبرې-وشوې

آوا
  https://www.avapress.com