پولیسو په کابل ښار کې څلور کيلوګرامه کرسټال ونيول.
کابل پولیسو ۴ کیلو ګرامه کرسټال نیولي
14 سرطان 1399 ساعت 11:53
پولیسو په کابل ښار کې څلور کيلوګرامه کرسټال ونيول.
د کابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز ازادۍ راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د سرطان د مياشتې پر ۱۱ نېټه د کابل ښار په ۱۷ مه ناحيه کې د عملياتو په نتيجه کې د استوګنې په یوه کور کې څلور کيلوګرامه کرسټال ونيول.
دوه کسه چې په دې کور کې اوسېدل هم د دې نشه يي موادو د خرڅلاو په تور نيول شوي دي.
د مطلب کود: 213645