کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوست پولیسو تر ۱۰ کیلو ګرامه ډېر تاریاک نیولي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 سرطان 1399 ساعت 11:52

په خوست ولايت کې پولیسو ترلس کیلوګرامه ډېر تارياک ونيول.


د کورنيو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت وياند اسدالله يادګاري ازادۍ راډيو ته وويل، دوولس کيلوګرامه تارياک چې په يوه سراچه موټر کې پټ کړل شوي او په پام کې وه چې له يوې ولسوالۍ څخه د خوست مرکز ته قاچاق شي، پولیسو د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونيول.
د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی نيول شوی او له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوی دی.

 


د مطلب کود: 213646

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213646/د-خوست-پولیسو-تر-۱۰-کیلو-ګرامه-ډېر-تاریاک-نیولي

آوا
  https://www.avapress.com