کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کاپیسا کې د ملې امنیت یو کارکوونکی ووژل شو

14 سرطان 1399 ساعت 14:13

ناڅرګنده وسلوالو کسانو د کاپیسا ولایت په مرکز کې ددغه ولایت د ملې امنیت یو کار کوونکی وواژه. د کاپیسا د پولیسو ویاند،شایق شورش،افغان خبرې اژانس ته وویل چې دغه پیښه نن سهار(چنګاښ ۱۴) د محمود راقي ښار په «ډنګرخیل»سیمه کې رامنځته شوي ده. د نوموړي پر وینا،ناڅرګنده موټرسایکل سپرو وسلوالو،«محب الرحمان»وژلی او له سیمې تښتیدلي دي.



شورش څرګنده کړه چې له کوم ځنډ پرته د پولیسو څیړنې پیل شوي دي؛مګر لا تر اوسه څوک نیول شوي نه دي. لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی. له بله پلوه،د کاپیسا د پولیسو ویاند وایي چې په دې وروستیو کې په دې خاطر چې دښمن د جګړې په لیکه کې ماتي خوړلي اوس د هدفي وژنو په لټه کې دي. شورش څرګنده کړه چې څوتنه نور مجرمین هم د پولیسو له لوري نیول شوي او د پولیسو له خوا د خلکو د امنیت ټینګولو هڅې رواني دي. نوشته په کاپیسا کې د ملې امنیت یو کارکوونکی ووژل شو اولین بار در پشتو. پدیدار شد.
 


د مطلب کود: 213664

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213664/په-کاپیسا-کې-د-ملې-امنیت-یو-کارکوونکی-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com