کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند والي: هلمندي ځوانو کادرونو ته په حکومت کې د ونډې پاملرنه وغوښته

15 سرطان 1399 ساعت 8:27


هلمند والي: هلمندي ځوانو کادرونو ته په حکومت کې د ونډې پاملرنه وغوښته
هلمند والي تورن جنرال ياسين خان د چارو د ادارې له رئيس ډاکټر فضل محمود فضلي سره په ارګ کې ليدلي.

په دې ليدنه کې هلمند ولايت ولايت کې يې د امنيت ټينګښت، پراختيايي پروژو زياتوالي، په حکومت کي د هلمندي ځوانو کادرنو د ونډې او له کرونا وايروس سره ددې ولايت پر مبارزې هر اړخيزي خبرې او غوښتنې وکړې.

د جمهوري رياست د چارو ادارې لوی رئيس ډاکټر فضل محمود فضلي له هلمند والي سره په کتنه کې دې ولايت ته د دولت د رهبرۍ د زياتي پاملرنې  غوښتنه کړې.

دغه راز د سيمه ايزې ادارې د پياوړتيا لپاره د ملاتړ، هلمندي ځوانو کادرونو ته د پاملرنې او دانکشافي پروژو د لا زياتوالي په باب د هر اړخيزو اقداماتو ډاډ څرګند کړ.
 


د مطلب کود: 213714

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213714/هلمند-والي-هلمندي-ځوانو-کادرونو-ته-په-حکومت-کې-د-ونډې-پاملرنه-وغوښته

آوا
  https://www.avapress.com