کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اصف ننګ د ټولګټو چارو وزیر سره ولیدل

15 سرطان 1399 ساعت 9:18

لغمان والي د ټولګټو چارو وزیر سره ددې ولایت د ګڼو پروژو د چارو په اړه ګډه ناسته وکړه.
د لغمان د رسنیو دفتر وايي، ددې ولایت والي ښاغلي محمد اصف ننګ پرون د شنبې په ورځ د سرطان په ۱۴ نېټه مرکز کابل ته د خپل سفر پرمهال د ټولګټو چارو سرپرست وزیر یما شمس سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د لغمان والي سربېره په ملي شورا کې د لغمان د خلکو استازو، انجینر محمد عالم قرار، جنرال عبدالمنیر ترخېل، محمد رفیع مموزي، سناتور قاري میرحتم ترخېل، د بودیجوي کمېسیون رئیس قاضي میر افغان ساپي او د ولایتي شورا رئیس عتیق الله عبدالرحیمزي هم ګډون کړی وو.



سرچینه وايي، د لغمان والي او ورسره مل پلاوي د ټولګټو چارو وزارت له رهبرۍ څخه غوښتنه وکړه چې په دې ولایت کې دې د نیمه کاره پروژو چارو ژر بشپړې، د مهترلام ــ سرخکانو د بدل سړک، ده زیارت پل، د مهترلام ــ الیشنګ سړک د تخریبو شویو ځایونو بيارغونه او ګڼ نورې پروژې دې ژر پیل شي.

دغه راز د لغمان والي او په ملي او ولایتي شورا کې ددې ولایت استازو د لغمان د خلکو بېلا بېلې غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې چې د ټولګټو چارو وزارت پورې اړوند دې هم د یاد وزارت له وزیر سره شریکې کړې.
په ورته مهال د ټولګټو چارو سرپرست وزیر یماشمس د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ څخه مننه وکړه چې تل یې د ټولو رغنیزو پروژو ملاتړ او څارنه کې خپل رول په خورا ښه شکل ادا کړی.


د مطلب کود: 213719

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213719/اصف-ننګ-د-ټولګټو-چارو-وزیر-سره-ولیدل

آوا
  https://www.avapress.com