کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پوهنتونونو ته د کانکور اخيستلو اجازه ورکړل شوه

16 سرطان 1399 ساعت 9:29


د کرونا پر وړاندې بېړنۍ کمېټې د يوې غونډې پر مهال پرېکړه چې پوهنتونونه کولی شي د کانکور اخيستلو ازموينه واخلي.
ياده غونډه چې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش په مشرۍ جوړه شوه د ازموينې ملي ادارې طرحه پکې تايد شوه.
دا طرحه د روغتيا وزارت لخوا هم منل شوې ده.
په غونډه کې د ازموينې ملي ادارې ته دنده وسپارل شوه څو د کانکور اخيستلو نېټه اعلان کړي.
همدارنګه د ښوونځيو او پوهنتونو د پيل طرحه چې د لوړو زده کړو وزارت او پوهنې وزارت له لوري وړاندې شوې وه د اوس لپاره تر بحث لاندې ده او د کابينې غونډې ته به وړاندې شي.
 


د مطلب کود: 213824

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213824/پوهنتونونو-ته-د-کانکور-اخيستلو-اجازه-ورکړل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com