کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل شمال کې د افغان ځواکونو پر پوستې برید

16 سرطان 1399 ساعت 12:03

طالبانو تېره شپه د کابل شکردرې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستې برید کړی چې د دغو ځواکونو سخت مقاومت سره مخامخ شوي دي.



د پوځ ۱۱۱ فرقې خبرپاڼه کې نن(دوشنبې د چنګاښ په ۱۶مه نېټه) راغلي دي چې د نښتې پایله کې یو بریدکوونکی وژل شوی او بل نیول شوی دی.
خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي چې نښته هغه مهال پیل شوه چې یو شمېر طالب وسله والو له څو خواوو د افغان ځواکونو پر پوستې برید پیل کړ.
ویل شوي چې افغان ځواکونو برید په شا  تمبولی او یادو ځواکونو ته دوه راکټه هم په لاس ورکړي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 213849

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213849/د-کابل-شمال-کې-افغان-ځواکونو-پر-پوستې-برید

آوا
  https://www.avapress.com