کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ماليې وزير د هند له سفير سره پر اقتصادي مسايلو خبرې وکړې

د صدای افغان خبری آژانس , 17 سرطان 1399 ساعت 8:24

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د افغانستان لپاره د هندوستان له سفیر سره د پیژندنې ناسته وکړه.
د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د چنګاښ میاشتې په ۱۶ مه نېټه د افغانستان لپاره د هندوستان له سفیر ښاغلي وینای کمار سره په مالیې وزارت کې د پیژندنې ناسته وکړه.



«په پیل کې د افغانستان لپاره د هندوستان سفیر ښاغلي ارغندیوال ته د مالیې وزارت د تصدۍ سپارلو مبارکي ورکړه او ویې ویل چې هند له افغانستان سره په تېرو کلونو کې په بیلابیلو برخو کې مرستې کړي. نوموړي زیاته کړه چې د نورو هیوادونو په شان افغانستان هم د کرونا ویروس خپریدو له امله زیانمن شوی او زموږ هڅه داده چې له دې زیانونو سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړو.»
د مالیې وزارت سرپرست له لومړني څخه د مننې تر څنګ وویل چې هندوستان د افغانستان له سترو مرسته کوونکو هیوادونو څخه دی او تل یې له موږ سره بشردوستانه مرستې کړي دي.
نوموړي زیاته کړه چې له کرونا ویروس سره مبارزه د افغانستان حکومت له لومړیتوبونو څخه ده او په دې برخه کې ستاسو له مرستو څخه منندوی یو.


د مطلب کود: 213916

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213916/د-ماليې-وزير-هند-له-سفير-سره-پر-اقتصادي-مسايلو-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com