کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پوليو واکسين نه تطبيق؛ افغانستان کې د پوليو درې مثبتې پېښې ثبت شوي

18 سرطان 1399 ساعت 17:33

د عامې روغتيا وزارت وايي، افغانستان کې تازه د پوليو درې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د وزارت د کتلوي معافيت مشر دستګير نظري وايي، لا هم په ليرې پرتو سيمو کې د وسله والو د ګواښونو له امله د پوليو واکسين نه دی تطبيق شوی.

نوموړي رسنيو سره خبرو کې ويلي دي، تازه پېښې يې يوه په کندهار او بله هلمند کې ثبت شې.

نوموړي ويلي په ليرې پرتو سيمو کې د نا امنيو له امله د پوليو واکسين نه تطبيق يوه اندېښنه ده.



د مطلب کود: 214076

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214076/د-پوليو-واکسين-نه-تطبيق-افغانستان-کې-درې-مثبتې-پېښې-ثبت-شوي

آوا
  https://www.avapress.com