کابل نن د افغان سولې لپاره د یوې نړیوالې غونډې کوربه دی. په دې غونډه کې د تر ۲۰ ډېرو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي برخه اخلي.
کابل نن پنجشنبه د افغان سولې لپاره د یوې نړیوالې غونډې کوربه دی
د صدای افغان خبری آژانس , 19 سرطان 1399 ساعت 10:36
کابل نن د افغان سولې لپاره د یوې نړیوالې غونډې کوربه دی. په دې غونډه کې د تر ۲۰ ډېرو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي برخه اخلي.
تمه ده چې د کابل په دغې انلاین غونډه کې نن د یو شمېر نړیوالو سازمانونو، د امریکا د متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې، ناټو او د افغانستان د ستراتېژيکو شریکانو استازي برخه واخلي.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګران هېواد وایي، د دې غونډې کوربه به ولسمشر اشرف غني او نور جګپوړي دولتي چارواکي وي او پهکې به د اورکم، د بندیانو د تبادلې، د بینالافغاني خبرو د پیلېدو او له کرونا سره د مبارزې لپاره د بشر دوستانه اوربند په څېر مسایلو به بحث وشي.
د سې شنبې او دوشنبې په ورځو هم کابل د غونډو کوربه و چې پهکې د افغان سولې لپاره پر سیمهییزه اجماع او د سولې په اړه نور موضوعات وڅېړل شول.
بل لور ته د سولې ولسي حرکت پرون په یو شمېر ولایتونو کې د جګړې لوري د لاریونونو له لارې تر فشار لاندې راوستل.
دا اعتراضونه له نیمروزه نیولې تر ننګرهار او بدخشانه او په څو نورو ولایتونو کې وشول.
د سولې د ولسي حرکت ویاند بسمالله وطندوست تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "د سولې ولسي حرکت په ۲۰ ولایتونو کې تر دې عنوان لاندې «جنګ د څه لپاره؟» لاریونونه، اعتراضیه غونډې او کنفرانسونه وکړل."
په دې لاریونونو او غونډو کې په زرګونه کسانو برخه واخیسته، دوی د جګړې له ښکېلو لورو وغوښتل چې نوره جګړه د څه لپاره؟ نور باید موږ په دې جګړه کې ونهوژل شو. دایمي اوربند باید اعلان شي او بینالافغاني خبرې باید ژر تر ژره پیل شي.
د مطلب کود: 214113