کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکایي استازي: دغه هېواد دې په افغانستان کې پوځي حضور پای ته ورسوي

د صدای افغان خبری آژانس , 19 سرطان 1399 ساعت 10:34

د امریکا د سنا او استازو مجلس جمهوري غوښتونکو غړو له ټرمپ غوښتي، چې ژر تر ژره دې له افغانستان او عراق خپل سرتېري وباسي.


یادو استازو ټرمپ ته په یوه لیک کې لیکلي، چې دوی د یو پیاوړې امریکا هیله لري، خو که یې ځواکونو په افغانستان کې وي امریکا به له ماتې سره مخ شي. دوی دغه راز ویلي چې امریکایي سرتېري باید په خپل هیواد کې ماموریت ترسره کړي.
د سرچینې په خبره له دې وروسته له افغانستان او عراق څخه هیڅ ګواښ امریکا ته نه دی متوجه، نو امریکا ته نه ده په کار چې د نورو لپاره جګړه وکړي.
تردې وړاندې هم د امریکا د سنا او استازو مجلس غړو له ترمپ څخه غوښتنه کړې وه چې له یادو هیوادونو څخه خپل سرتېري وباسي.
بلخوا ټرمپ هم ټینګار کړی چې هیواد یې په بې پایه جکړو کې نه ښکېلوي. 
 


د مطلب کود: 214128

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214128/امریکایي-استازي-دغه-هېواد-دې-په-افغانستان-کې-پوځي-حضور-پای-ته-ورسوي

آوا
  https://www.avapress.com