کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په میدان وردک ولایت کې موټر بم برید تر چاودنې وړاندې له منځه یوړل شو

د صدای افغان خبری آژانس , 19 سرطان 1399 ساعت 11:23

د میدان وردګ سیمه یز مسولین وایې په سیداباد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر امنیتي پوستو موټر بم برید ترسره شوی.


د افغان خبري اژانس د خبر له مخې، دغه پیښه نن  د سرطان په (۱۹) نیټه سهار مهال په سیداباد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې . د میدان وردګو د والي ویاند محب الله شریف زوی له افغان خبري اژانس سره په خبرو کې دغه پیښه تائید کړه. نوموړي زیاته کړه،  د دغه موټر بم برید موخه امنیتي پوستې وې . شریف زوی د دې حملې د زیان په اړه معلومات  رانه کړل. تراوسه کوم شخص او یا هم کومې ډلې د دې پیښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.


د مطلب کود: 214131

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214131/په-میدان-وردک-ولایت-کې-موټر-بم-برید-تر-چاودنې-وړاندې-له-منځه-یوړل-شو

آوا
  https://www.avapress.com