کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پکتیا په څمکنیو ولسوالي کې څلورو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د صدای افغان خبری آژانس , 19 سرطان 1399 ساعت 11:24

د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ د یوه پاکستاني په ګډون دوه وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.



د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمیل مومند وایي، چې تیره شپه وسله والو د څمکنیو ولسوالۍ نوزي خولې سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر ګزمه برید کړی و.
مومند زیاتوي، چې د وسله والو په دغه برید کې یو سرتیری ټپي شوی او په ځوابي ډزو د یوه پاکستاني په ګډون دوه وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 214136

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214136/د-پکتیا-په-څمکنیو-ولسوالي-کې-څلورو-وسله-والو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com