کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزني: ځوابیه برید کې ۱۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

20 سرطان 1399 ساعت 11:43


په غزني کې د وسله والو طالبانو بريدونه د ۸ تنو په وژل کيدو او ۳ تنو په ټپي کيدو سره له ماتې سره مخ شو.
د افغانستان ملي دفاع وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ تیره ورخ وسله والو طالبانو د غزني ولایت مرکز اړوند د شالیز او عاشقوال په سيمو کې پر ملي امنيتي ځواکونو بريدونه کړي وو.
یاد وزارت ویلي؛ ياد بريدونه د ملي امنیتي ځواکونو له خوا د هوايي ځواک په ملتيا له ماتې سره مخ شوي.
ویل شوي؛ په يادو نښتو کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ تنه ټپيان شوي.
 


د مطلب کود: 214203

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214203/غزني-ځوابیه-برید-کې-۱۱-وسله-والو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com