د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت تاییدوي چې د افغان هوايي ځواک یوه الوتکه په افغانستان کې نسکوره شوې ده خو چا ته په کې زیان نه دی اوښتی.
غوڅ ملاتړ ماموریت: د افغان هوايي ځواک یوه الوتکه نسکوره شوې
د صدای افغان خبری آژانس , 21 سرطان 1399 ساعت 10:17
د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت تاییدوي چې د افغان هوايي ځواک یوه الوتکه په افغانستان کې نسکوره شوې ده خو چا ته په کې زیان نه دی اوښتی.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندانۍ پرون جمعه په یو بیان کې چې د ایمیل په وسیله یې آزادۍ راډیو ته واستاوه ویلي چې د افغان هوايي ځواک یوه اې ۲۹ سوپرتوکانو الوتکه چې امریکايی پیلوټ چلوله، د تمریناتي الوتنې پرمهال نسکوره شوه خو پیلوټ ځان ایستلی او روغ ځمکې ته راکوز شوی دی.
د امریکا پوځ وايي، لومړنۍ څېړنې یې ښيي چې د الوتکې د نسکورېدو علت تخنیکي ستونزه وه خو زیاتوي چې د پېښې د علت او څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.
د غوڅ ملاتړ په بیان کې د پېښې د ځای په اړه څه نه دي ویل شوي.
د مطلب کود: 214222