د ملي امنیت شورا دفتر وايي چې طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې ۲۳ ملکیان وژلي دي.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې طالبانو په یاده موده کې ۴۵ نور ملکیان ټپیان کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغو کسانو ته په ۱۶ ولایتونو کې د طالبانو د ۲۸۴ ترهګریزو بریدونو له کبله مرګژوبله اوښتې ده.