دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۱۶
د مطلب کود : 214296
ملي امنیت شورا: طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې ۲۳ ملکیان وژلي
د ملي امنیت شورا دفتر وايي چې طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې ۲۳ ملکیان وژلي دي. د دې ادارې په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې طالبانو په یاده موده کې ۴۵ نور ملکیان ټپیان کړي دي. د خبرپاڼې له مخې، دغو کسانو ته په ۱۶ ولایتونو کې د طالبانو د ۲۸۴ ترهګریزو بریدونو له کبله مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
 په تېره یوه اوونۍ کې تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله په کابل، ننګرهار، کندهار، پکتیکا، تخار، بغلان او هرات ولایتونو کې ملکیانو ته اوښتې ده.
د ملي امنیت شورا د خبرپاڼه پر بنسټ، سره له دې چې دولت تل د تاوتریخوالي پر درولو ټینګار کړی، خو طالبانو د ټولو لوریو غوښتنه نه ده منلې او د بې‌ګناه خلکو وژلو ته یې دوام ورکړی دی.

 
https://avapress.com/vdcjhxe8muqev8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته