په روزګان او زابل ولايتونو کې د توغنديزو بريدونو له امله اووه ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته.
لومړۍ پېښه زابل ولايت کې شوې ده.
د والي وياند ګل اسلام سيال ويلي دي، د مرکز کلات په ځوځګرې سيمه کې د راکټ مرمۍ د چاودلو له امله درې ماشومان ووژل شول.
په دوو ولايتونو کې اووه ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته
22 سرطان 1399 ساعت 8:48
په روزګان او زابل ولايتونو کې د توغنديزو بريدونو له امله اووه ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته.
لومړۍ پېښه زابل ولايت کې شوې ده.
د والي وياند ګل اسلام سيال ويلي دي، د مرکز کلات په ځوځګرې سيمه کې د راکټ مرمۍ د چاودلو له امله درې ماشومان ووژل شول.
نوموړي ويلي، طالبانو پلان درلود چې په دغه بريد سره امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوي خو ياده مرمۍ د ماشومانو لاس ته ورغلې او پرې چاودېدلې ده.
نوموړي وويل، په ياده پېښه کې دوه نور ماشومان ژوبل شوي هم دي.
له بلې خوا د ارزګان په دهراود ولسوالۍ کې هم د هاوان یوه مرمۍ چاودېدلې چې ماشومانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د روزګان د والي وياند زړګي عبادي رسنيو ته ويلي، سيمه کې له طالبانو پاتې د هوان مرمۍ د چاودلو له امله يو شمېر ماشومان ژوبل شوي دي.
د مطلب کود: 214312