کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټرمپ د لومړي ځل لپاره ماسک وتاړه

د صدای افغان خبری آژانس , 22 سرطان 1399 ساعت 11:28

د کرونا وایروس د خپرېدو راوروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لومړي ځل لپاره ماسک کارولی.


نوموړی د دوشنبې په ورځ واشنګټن کې د جګړې د ټپیانو د لیدلو لپاره یو نظامي روغتون ته تللی و او د هغوی سره د لیدلو پر مهال یې ماسک تړلی و.
نوموړي وویل:
زه هیڅکله د ماسک تړلو سره نه وم مخالف، خو باید په یو مناسب ځای کې ترې ګته واخیستل شي.
د کرونا وایروس د خپرېدو په لومړیو کې نوموړي ویلي و، چې ماسک نه کاروي؛ ځکه په منظم ډول یې معاینه روانه ده.
خو د دوشنبې په ورځ یې ویلي و، که په روغتون یا په داسې چاپېریال کې یاست چې هلته د خلکو او ناروغانو ګڼه ګوڼه ډېره وي، د ماسک تړل ډېر اړین دي.
ټرمپ دغه راز په خپل انتخاباتي سیال جوبایډن هم د ماسک کارولو له کبله ملنډې وهلې وې.


د مطلب کود: 214334

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214334/ټرمپ-د-لومړي-ځل-لپاره-ماسک-وتاړه

آوا
  https://www.avapress.com