کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

شمالي وزیرستان: دعملیاتو پرمهال د پاکستان پوځ څلورعسکر وژل شوي دي

23 سرطان 1399 ساعت 9:42

د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګې ایي ایس پي ار د اتوار په ورځ ویلي چې په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال د پاکستان پوځ څلور عسکر وژل شوي دي.
د ایي ایس پي ار لخوا په یوه بیان کې ویل شوي : ”څلور ترهګر په وېژده سر کې د استخباراتي ملوماتو پرسر ترسره عملیاتو کې وژل شوي ، د بویا نه اته کلومیټره لرې سویل لویدیځ لوري ته ، میرانشاه ، شمالي وزرستان ضلع“.



دغه بیان زیاتوي:”د سینیٹائزیشن ځواکوانو نن سهار په وېژده سر کې د ترهګرو د پټن ځای په خلاف عملیات ترسره کړل. 
کله چې عسکرو سیمه محاصره کړه ، نو ترهګرو ډزې پیل کړې.
 ټول ترهګر د امنیتي ځواکونو لخوا په ډزو ووژل شول“.
ایی ایس پي ار ویلي د ډزو په تبادله کې څلور عسکر وژل شوي دي.
 د وژل شوو عسکرو پېژندګلو د سپاهی محمد اسماعیل خان، سپاهی محمد شهباز یاسین ، سپاهی راجا وحید احمد او سپاهی محمد رضوان خان په نومونو شوې ده.
د یاد  برید پړه حزب الاحرار وسلوالې  ډلې منلي ده 


د مطلب کود: 214392

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214392/شمالي-وزیرستان-دعملیاتو-پرمهال-د-پاکستان-پوځ-څلورعسکر-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com