کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حسينې ساپۍ ښځو ته پر کاري لار ليکې برابرولو خبرې وکړې

24 سرطان 1399 ساعت 9:12

د صيام او دکار او بار ډاکټرانو (Business Doctors خدماتي شرکتونو رييسانو د ښځو چارو وزارت د نوماند وزیرې او سرپرستې حسينې ساپۍ سره ولیدل.
په دې کتنه کې د کاروبارډاکټرانوBusiness Doctors د بنسټ رييس صيام پسرلي او دصيام خدماتي شرکت رييسې سپوږمۍ صيام داړوندو بنسټونودفعاليتونوپه اړه معلومات ورکړل .



هغوى وويل: دښځې دنړيوالې اوونۍ اودکار او تحصيل په نندارتون کې چې دصيام خدماتي شرکت او کار او بار ډاکټرانو شرکت ديوشمېر نورو بنسټونو په همکارى جوړ کړى و په بېلابېلو برخو کې ديوشمېر مخکښو ښځو فعاليتونه وستايل شول.
هغوى د ښځو چارو د نوماند وزیرې او سرپرستې وغوښتل چې د دوى له بنسټونو سره همکاري وکړي او د دغو بنسټونو په پروګرامونوکې چې دښځو او ځوانانو د فعاليتونو دستاينې په اړوندجوړېږي، ګډون وکړي .
حسينې ساپۍ د دغو بنسټونو له رييسانو څخه مننه وکړه او دښځې دنړيوالې اوونۍ اودکار او تحصيل نندارتون او نوروپروګرامونو د جوړولو چې ځوانانو اوښځو ته دکارمناسب فرصتونه برابروي، قدرداني وکړه اوله هغوى سره يې د ښځو چارو وزارت همکاري او ملاتړڅرګندکړ.


د مطلب کود: 214483

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214483/حسينې-ساپۍ-ښځو-ته-پر-کاري-لار-ليکې-برابرولو-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com