هغوى وويل: دښځې دنړيوالې اوونۍ اودکار او تحصيل په نندارتون کې چې دصيام خدماتي شرکت او کار او بار ډاکټرانو شرکت ديوشمېر نورو بنسټونو په همکارى جوړ کړى و په بېلابېلو برخو کې ديوشمېر مخکښو ښځو فعاليتونه وستايل شول.
هغوى د ښځو چارو د نوماند وزیرې او سرپرستې وغوښتل چې د دوى له بنسټونو سره همکاري وکړي او د دغو بنسټونو په پروګرامونوکې چې دښځو او ځوانانو د فعاليتونو دستاينې په اړوندجوړېږي، ګډون وکړي .
حسينې ساپۍ د دغو بنسټونو له رييسانو څخه مننه وکړه او دښځې دنړيوالې اوونۍ اودکار او تحصيل نندارتون او نوروپروګرامونو د جوړولو چې ځوانانو اوښځو ته دکارمناسب فرصتونه برابروي، قدرداني وکړه اوله هغوى سره يې د ښځو چارو وزارت همکاري او ملاتړڅرګندکړ.