د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا روان امنیتي وضعیت ته په کتو وایي په هېواد کې د تاوتریخوالي دوام د سولې بهیر په ګټه نهدی.
د مصالحې عالي شورا: هېواد کې د تاوتریخوالي دوام د سولې بهیر په ګټه نهدی
د صدای افغان خبری آژانس , 24 سرطان 1399 ساعت 9:11
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا روان امنیتي وضعیت ته په کتو وایي په هېواد کې د تاوتریخوالي دوام د سولې بهیر په ګټه نهدی.
دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې په سمنګان ولایت کې د پروني ډلهییز برید په نتیجه کې د ملکي وګړو په ګډون لسګونه کسانو ته مرګژوبله واوښته.
په داسې حال کې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پیل ته هیلې پیدا شوي، خو په سمنګان ولایت کې پروني برید یو ځل بیا د دې خبرو د خنډ او زیانمنېدو اندېښنې راوپارولې.
طالبانو د دې برید مسولیت منلی دی.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وایي دا ډول بریدونه د سولې بهیر له پرمختګ سره مرسته نهکوي.
د دغې شورا ویاند فریدون خوځون تېر ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دواړه لوري هم حکومت او هم طالبان باید د سولې راوستلو لپاره خپلې ژمنې پوره کړي.
هغه زیاته کړه: "دا برید له سولې سره مرسته نهشي کولای، بلکې د بینالافغاني خبرو د پیل لپاره اړتیا ده چې جګړې کمې شي څو د خبرو پیل ته زمینه برابره شي. دواړه لوري باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي چې یو له هغو د تاوتریخوالي کمول وو."
د سمنګان سیمهییز چارواکي وایي پرون څلورو تنو برید کوونکو د دغه ولایت په مرکز ایبک ښار کې د ملي امنیت پر ریاست برید وکړ چې ۱۰ تنه امنیتي ځواکونه پهکې ووژل شول او ۴۳ تنه ملکیان چې ښځې هم پهکې شاملې دي، ټپیان شوي.
وسلهوالو طالبانو د دغه ډلهییز برید مسؤلیت واخیست، خو ورسره دا پوښتنه راپورته کېږي چې که له یوې خوا د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې چارې روانې دي څو د بینالافغاني خبرو لپاره زمینه برابره شي، خو د تاوتریخوالي دوام څه معنی لرلی شي؟
هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو نظر واخلو، خو تر اوسه هغوی په دې اړه څه ونهویل.
د مطلب کود: 214488