د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تېره ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي.
امریکا او روسیې د افغانستان په تړاو خبرې کړې
25 سرطان 1399 ساعت 8:59
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تېره ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړي، خو د رسنیو د راپورونو له مخې دواړه لوري ورسته له هغه خبرې کوي، چې تر اوسه هم طالبانو ته د امریکایي سرتېرو د وژلو لپاره د روسیې له لوري د پیسو د ورکړې بحثونه تاوده دي.
له بل لوري امریکا او روسیه داسې مهال د افغانستان په تړاو خبرې کوي چې په دغه هیواد کې لا هم د جګړې میدان ګرم دی او د طالبانو له خوا بریدونه ډېر شوي.
د مطلب کود: 214531