کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بنديانو خلاصون، تا ويلې ما ويلې او جنجال

25 سرطان 1399 ساعت 8:45

وروسته له هغه چې افغان حکومت او طالبانو لخوا يو د بل سلګونه بنديان خوشې شول، لا هم دغه پروسه جنجالي ده.

افغان حکومت ويلي دي، د دوی د شمېرو له مخې تر دې دمه يې د طالبانو ۴۱۱۹ بنديان ازاد کړي او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

دغه راز طالبانو هم د افغان حکومت ۷۷۹ سرتېري خوشې کړي دي.

خو لا هم دغه پروسه جنجالي ده او تا ويلې او ما ويلې پکې شته.

د افغان امنيت شورا وايي، هغه طالب بنديان چې په سختو او لويو جرمونو تورن دي او شمېر ۵۹۲ ته رسيږي نه خوشې کوي.

خو طالبانو ويلي که د دوی د ورسپارل شوي نوملړ سره سم بنديان خوشې نه شي، نو هيڅکله به افغان حکومت سره د خبرو مېز ته ور نه شي.

که څه هم دواړو خواو د بنديانو د خوشې کولو لړۍ روانه ساتلې ده، خو طالبان لا هم په خپل شرط ټينګ ولاړ دي، هغه چې افغان حکومت يې نه مني.



د مطلب کود: 214551

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214551/د-بنديانو-خلاصون-ويلې-او-جنجال

آوا
  https://www.avapress.com