کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي امنيت رياست: له طالبانو د پروني بريد غچ اخلو

25 سرطان 1399 ساعت 9:04

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، ژر به له وسلوالو طالبانو د سمنګان ولایت د پروني برید غچ واخلي.
د ملي امنیت له عمومي ریاسته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د ملي امنیت ریاست د سمنګان ولایت ډله‌ییز برید په ځواب کې خپلو ټولو جنګي او عملياتي قطعو ته د تیارسۍ امر کړی او ډېر ژر به د طالبانو څخه د پروني برید غچ واخلي.
دوی دغه راز وایي، هيڅ کله به د خپلو سرتېرو قربانۍ هېرې نه کړي.



خبرپاڼه لیکي، طالبانو په وروستیو کې د بهرنیو ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د القاعده شبکې په مرسته بریدونه ډېر کړي.
ملي امنيت وروسته له هغې له طالبانو د غچ اخیستو خبره کوي چې پرون د سمنګان په مرکز ايبک کې د ملي امنیت پر رياست د وسله‌والو طالبانو ډله‌ييز بريد کې يوه ښځه او د ملي امنيت لس کارکوونکي ووژل شول او ۶۳ نور ټپيان شول.


د مطلب کود: 214554

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214554/ملي-امنيت-رياست-له-طالبانو-د-پروني-بريد-غچ-اخلو

آوا
  https://www.avapress.com