دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۴
د مطلب کود : 214554
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، ژر به له وسلوالو طالبانو د سمنګان ولایت د پروني برید غچ واخلي. د ملي امنیت له عمومي ریاسته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د ملي امنیت ریاست د سمنګان ولایت ډله‌ییز برید په ځواب کې خپلو ټولو جنګي او عملياتي قطعو ته د تیارسۍ امر کړی او ډېر ژر به د طالبانو څخه د پروني برید غچ واخلي. دوی دغه راز وایي، هيڅ کله به د خپلو سرتېرو قربانۍ هېرې نه کړي.

خبرپاڼه لیکي، طالبانو په وروستیو کې د بهرنیو ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د القاعده شبکې په مرسته بریدونه ډېر کړي.
ملي امنيت وروسته له هغې له طالبانو د غچ اخیستو خبره کوي چې پرون د سمنګان په مرکز ايبک کې د ملي امنیت پر رياست د وسله‌والو طالبانو ډله‌ييز بريد کې يوه ښځه او د ملي امنيت لس کارکوونکي ووژل شول او ۶۳ نور ټپيان شول.
https://avapress.com/vdcgnt9xtak9qn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته