کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې ۱۳ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

25 سرطان 1399 ساعت 10:47

تېره شپه طالب وسله والو د کندهار د میوند ولسوالۍ د سره بغل پر “عشق آباد” امنیتي پوسته برید کړی دی.

د سرچینې په خبره، تر برید وروسته د دواړو لورویو تر منځ نښته شوې، چې پر مهال یې اووه پولیس سرتېري وژل شوي دي.

سرچینه وايي، یاده نښته کې همدا ډول شپږ پولیس ټپيان شوي هم دي.

سرچینې طالب وسله والو ته د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

طالب وسله والو هم تر اوسه په دې اړه له رسنیو سره څه نه دي شریک کړي.



د مطلب کود: 214569

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214569/د-کندهار-په-میوند-ولسوالۍ-کې-۱۳-پولیسو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې-ده

آوا
  https://www.avapress.com