دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود : 214569
تېره شپه طالب وسله والو د کندهار د میوند ولسوالۍ د سره بغل پر “عشق آباد” امنیتي پوسته برید کړی دی. د سرچینې په خبره، تر برید وروسته د دواړو لورویو تر منځ نښته شوې، چې پر مهال یې اووه پولیس سرتېري وژل شوي دي. سرچینه وايي، یاده نښته کې همدا ډول شپږ پولیس ټپيان شوي هم دي. سرچینې طالب وسله والو ته د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي. طالب وسله والو هم تر اوسه په دې اړه له رسنیو سره څه نه دي شریک کړي.
https://avapress.com/vdcce0qio2bqsp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته