کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته؛ ۳ سرتېري وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس , 25 سرطان 1399 ساعت 13:22

د کندهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي په میوند ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو د طالبانو له بریده خبر ورکړ، چې پایله کې یې ۳ سرتېرو ژوند بایللی او ۴ نور ټپیان شوي دي.


د یاد ولایت د رسنیو دفتر خبرپاڼه کې راغلي دي چې طالبانو تېره شپه(سې شنبې د چنګاښ په ۲۴مه نېټه) د میوند ولسوالۍ په سوربغل سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.
د خبرپاڼې له مخې له بریده وروسته سیمې ته مرستندویه ځواک رسېدلی.
د نښتې په پایله کې د ۱۵ طالبان وسله والو له وژل کېدو او د ۱۰ له ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 214602

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214602/کندهار-کې-د-افغان-ځواکونو-او-طالبانو-ترمنځ-نښته-۳-سرتېري-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com