کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کرونا اوږد مهاله شوه؛ فېشن، مېلمستياوې او نور مراسم يې اغېزمن کړي

26 سرطان 1399 ساعت 8:08

کرونا رنځ، هغه چې پر ګڼه ګوڼه، مېلمستياو او د خوښۍ، ساتېرۍ، ورزشي او يو شمېر نورو مراسمو باندې سخت بنديز لګېدلی، د يادې ناروغۍ د خپرېدو ويره يې لامل دی.
ساينس پوهانو ويلي، کرونا ښايي اوږد مهاله شي او سخته چې نړۍ به بېرته پخواني عادي حالت ور وګرځي.
له دې سره په نړۍ کې فېشن، مېلمستياوې، جشنونه او هر څه اغېزمن ښکاري.
دې وضعیت ته په کتو سره تکنالوژي شرکتونه او ډیزاینران یا موډ او فېشن طراحان له وېروسه د خوندیتوب چارې ته په کتو سره کالي، ماسکونه او نور فېشن لوازمات ډیزاین کوي.



راپورونه وايي، د امریکا جوډوسې نومي ډیزاینر د راتلونکي لپاره دغه ماسک ډیزاین کړی، چې نه یوازې ټول مخ پټوي، بلکې فېشني هم ښکاري.
نړۍ کې تر دې دمه په بېلابېلو بڼو ماسکونه جوړ شوي دي، چې تر ډېره پرې داسې خواري کېږي څو فېشن سره مرسته وکړي.


د مطلب کود: 214603

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214603/کرونا-اوږد-مهاله-شوه-فېشن-مېلمستياوې-او-نور-مراسم-يې-اغېزمن-کړي

آوا
  https://www.avapress.com