کرونا رنځ، هغه چې پر ګڼه ګوڼه، مېلمستياو او د خوښۍ، ساتېرۍ، ورزشي او يو شمېر نورو مراسمو باندې سخت بنديز لګېدلی، د يادې ناروغۍ د خپرېدو ويره يې لامل دی.
ساينس پوهانو ويلي، کرونا ښايي اوږد مهاله شي او سخته چې نړۍ به بېرته پخواني عادي حالت ور وګرځي.
له دې سره په نړۍ کې فېشن، مېلمستياوې، جشنونه او هر څه اغېزمن ښکاري.
دې وضعیت ته په کتو سره تکنالوژي شرکتونه او ډیزاینران یا موډ او فېشن طراحان له وېروسه د خوندیتوب چارې ته په کتو سره کالي، ماسکونه او نور فېشن لوازمات ډیزاین کوي.