کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بغلان کې له افغان ځواکونو سره نښته کې ۳ طالب وسله‌وال وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس , 26 سرطان 1399 ساعت 11:20

د هېواد ملي دفاع وزارت په بغلان کې له افغان ځواکونو سره د طالبانو نښتې پایله کې د دریوو طالب وسله والو له وژل کېدو خبر ورکوي.




یاد وزارت خبرپاڼه کې نن(پنجشنبې د چنګاښ په ۲۶مه نېټه) راغلي چې نښته د بغلان په چشمه شېر سیمه کې شوي او طالبانو سیمه کې لار هم د تګ راتګ پرمخ تړلې.
خبرپاڼې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د لارې له پرانیستو هم خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت همداراز ویلي چې له دوو ورځو راهیسې په چشمه شېر سیمه کې د طالبانو لخوا بریدونه کېدل، خو د افغان ځواکونو له عملیاتو وروسته، ګواښونه رفع شوي دي.
عملیاتو کې د ۱۵ ماینونو له شڼدولو هم خبر ورکړل شوی دی.
دفاع وزارت افغان ځواکونو ته د احتمالي زیان اوښتو په تړاو څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 214687

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214687/بغلان-کې-له-افغان-ځواکونو-سره-نښته-۳-طالب-وسله-وال-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com