دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۰
د مطلب کود : 214687
د هېواد ملي دفاع وزارت په بغلان کې له افغان ځواکونو سره د طالبانو نښتې پایله کې د دریوو طالب وسله والو له وژل کېدو خبر ورکوي.


یاد وزارت خبرپاڼه کې نن(پنجشنبې د چنګاښ په ۲۶مه نېټه) راغلي چې نښته د بغلان په چشمه شېر سیمه کې شوي او طالبانو سیمه کې لار هم د تګ راتګ پرمخ تړلې.
خبرپاڼې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د لارې له پرانیستو هم خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت همداراز ویلي چې له دوو ورځو راهیسې په چشمه شېر سیمه کې د طالبانو لخوا بریدونه کېدل، خو د افغان ځواکونو له عملیاتو وروسته، ګواښونه رفع شوي دي.
عملیاتو کې د ۱۵ ماینونو له شڼدولو هم خبر ورکړل شوی دی.
دفاع وزارت افغان ځواکونو ته د احتمالي زیان اوښتو په تړاو څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcdjo0x5yt0f96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته