کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغان او پاکستاني پوځیانو نښته؛ څلور ملکي کسان ووژل شول

26 سرطان 1399 ساعت 16:18



د کنړ سیمه ییز چارواکي وايي(چهارشنبې د چنګاښ په ۲۵مه نېټه) افغان او پاکستاني پوځیان سرکاڼو ولسوالۍ کې سره ونښتل.
د کنړ ولایتي شورا غړی، دین محمد صافی وايي، نښته وروسته له هغې پيل شوه چې پاکستاني پوځیانو سرکاڼو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو لخوا د پوستې له جوړولو سره مخالفت وکړ.
په همدې حال کې د کونړ د والي ویاند، غني مصمم څرګندوي، پاکستاني پوځیانو له نښتې وروسته د سرکاڼو ولسوالۍ پر مرکز، اسداباد ښار، مرکزي  کونړ باندې د درنو وسلو بریدونه وکړل.
هغه زیاتوي دغو بریدونو کې څلورو ملکي کسانو ژوند لاسه ورکړ او ۹ تنه نور تپيان شول.


د مطلب کود: 214721

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214721/د-افغان-او-پاکستاني-پوځیانو-نښته-څلور-ملکي-کسان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com