کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غني:

که د اندړو ولسي پاڅون ملاتړ شوی وای، اوس به وضعیت بدل و

27 سرطان 1399 ساعت 10:57

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که د غزني ولايت د اندړو د ولسي پاڅون پر وخت ملاتړ شوی وای، اوس به د غزني امنیتي وضعيت دغسې نه و.
نوموړي پرون پنجشنبه غزني ولایت ته سفر کړی و او هلته يې د خلکو يوې غونډې ته په وينا کې دا خبرې کړې دي.



د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي، که پر وخت د غزني د اندړو ولسوالۍ د ولسي پاڅون ملاتړ شوی وای، ښايي اوس به د غزني وضعيت بدل و.
د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال خلکو د طالبانو پر ضد پاڅون وکړ، خو وروسته دغه پاڅون د وسله‌والو طالبانو له لوري وځپل شو.


د مطلب کود: 214748

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214748/د-اندړو-ولسي-پاڅون-ملاتړ-شوی-وای-اوس-وضعیت-بدل

آوا
  https://www.avapress.com