افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که د غزني ولايت د اندړو د ولسي پاڅون پر وخت ملاتړ شوی وای، اوس به د غزني امنیتي وضعيت دغسې نه و. نوموړي پرون پنجشنبه غزني ولایت ته سفر کړی و او هلته يې د خلکو يوې غونډې ته په وينا کې دا خبرې کړې دي.
د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي، که پر وخت د غزني د اندړو ولسوالۍ د ولسي پاڅون ملاتړ شوی وای، ښايي اوس به د غزني وضعيت بدل و. د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال خلکو د طالبانو پر ضد پاڅون وکړ، خو وروسته دغه پاڅون د وسلهوالو طالبانو له لوري وځپل شو.