کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

شاهين:

امريکا په هوايي بريدونو سره له هوکړې سرغړونه کړېهلته يې د خلکو يوې غونډې ته په وينا کې دا خبرې کړې دي.

27 سرطان 1399 ساعت 11:01

په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين پر خپل ټوېټر ليکلي چې د امريکا متحدو ايالتونو په هوايي بريدونو سره د سولې له هوکړې سرغړونه کړې.

شاهين زياته کړه، امريکايي ځواکونو پرون د افغانستان په هلمند، زابل او غزني ولایتونو کې په غيرجنګي سيمو کې هوايي بريدونه کړي او دا په دوحه کې د طالبانو او امريکايي لوري تر منځ له هغه هوکړې سرغړونه ده چې د تېر لمريز کال د کب په لسمه لاسليک شوه.

شاهين دغه بريدونه غندلي دي. دا په داسې حال کې ده چې امريکا تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې له هوکړې وروسته په ۱۳۵ ورځو کې يې په افغانستان کې پنځه لويې پوځي اډې تخليه کړې دي اوهغه يې افغان ځواکونو ته سپارلې دي. طالبانو د امريکا د دې ګام هرکلی کړی و، خو اوس يې د امريکايي ځواکونو دا ډرون هوايي بريدونه غندلي دي.

د مطلب کود: 214749

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214749/امريکا-په-هوايي-بريدونو-سره-له-هوکړې-سرغړونه-کړېهلته-يې-د-خلکو-يوې-غونډې-ته-وينا-کې-دا-خبرې-کړې-دي

آوا
  https://www.avapress.com