دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۱
د مطلب کود : 214749
امريکا په هوايي بريدونو سره له هوکړې سرغړونه کړېهلته يې د خلکو يوې غونډې ته په وينا کې دا خبرې کړې دي.
په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين پر خپل ټوېټر ليکلي چې د امريکا متحدو ايالتونو په هوايي بريدونو سره د سولې له هوکړې سرغړونه کړې. شاهين زياته کړه، امريکايي ځواکونو پرون د افغانستان په هلمند، زابل او غزني ولایتونو کې په غيرجنګي سيمو کې هوايي بريدونه کړي او دا په دوحه کې د طالبانو او امريکايي لوري تر منځ له هغه هوکړې سرغړونه ده چې د تېر لمريز کال د کب په لسمه لاسليک شوه. شاهين دغه بريدونه غندلي دي. دا په داسې حال کې ده چې امريکا تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې له هوکړې وروسته په ۱۳۵ ورځو کې يې په افغانستان کې پنځه لويې پوځي اډې تخليه کړې دي اوهغه يې افغان ځواکونو ته سپارلې دي. طالبانو د امريکا د دې ګام هرکلی کړی و، خو اوس يې د امريکايي ځواکونو دا ډرون هوايي بريدونه غندلي دي.


شاهين زياته کړه، امريکايي ځواکونو پرون د افغانستان په هلمند، زابل او غزني ولایتونو کې په غيرجنګي سيمو کې هوايي بريدونه کړي او دا په دوحه کې د طالبانو او امريکايي لوري تر منځ له هغه هوکړې سرغړونه ده چې د تېر لمريز کال د کب په لسمه لاسليک شوه.

شاهين دغه بريدونه غندلي دي. دا په داسې حال کې ده چې امريکا تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې له هوکړې وروسته په ۱۳۵ ورځو کې يې په افغانستان کې پنځه لويې پوځي اډې تخليه کړې دي اوهغه يې افغان ځواکونو ته سپارلې دي. طالبانو د امريکا د دې ګام هرکلی کړی و، خو اوس يې د امريکايي ځواکونو دا ډرون هوايي بريدونه غندلي دي.
https://avapress.com/vdcc00qio2bqsm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته