کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیه: د کورونا ضد واکسین ته نږدې شوي یو

28 سرطان 1399 ساعت 11:57

 د کورونا ضد واکسین ته نېږدې شوې ده روسي چارواکو تېره ورځ رسنیو ته وویل چې د دوی د درملو جوړولو شرکت په دې بریالۍ شوی چې کورونا ضد درمل جوړ کړي .
دیمیتري پسکوف وایي د درملو وروستۍ څېړنې بریالۍ ثابتې شوي او پایله یې هم بریالۍ ده. دی وایي له دې معلومیږي چې مسکو د کورونا ضد واکسین ته نږدې شوې ده.



پسکوف د دې واکسین بریالۍ ازموینې او غوښتونکو ته په اشارې زیاته کړې، چې روغتیا پالان به له یو شمېر نورو څېړنو او پوره ډاډ وروسته د دې واکسین په تولید پيل کوي. روسیي چارواکي وایي ، که څه هم په دې هيواد دکورونا دویمه څپه راغلې خو بیاهم پيښې مخ به کمېدو دي.
د معلوماتو له مخې روسه د نړۍ له هغو هېوادونه ده چې د کورونا راتګ سره یې پر خپلو خلکو  سخت بندیزونه ولګول او همدا لامل دی چې هلته د کورونا ویروس د نورو هېوادونو په څېر نه دی خپور شوی.


د مطلب کود: 214802

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214802/روسیه-د-کورونا-ضد-واکسین-ته-نږدې-شوي-یو

آوا
  https://www.avapress.com