کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان د بريدونو له امله افغان چارواکو ملګرو ملتونو ته شکايت کړی

29 سرطان 1399 ساعت 8:36

وروسته له هغه چې د پاکستان لخوا پر کونړ توغنديز بريدونه وشول او يو شمېر ځايي خلکو ته پکې مرګ ژوبله واورېده، د ځايي خلکو او پارلمان د وکيلانو له سخت غبرګون سره ياد بريدونه مخ شول.



تازه راپورونه وايي، افغان چارواکو د دغو بريدونو له امله ملګرو ملتونو ته شکايت کړی دی.
د بهرنيو چارو سرپرست وزير حنيف اتمر يوې پارلماني کمېټې ته ويلي، ملګرو ملتونو امنيت شورا ته يې رسماً خپل شکايت سپارلی.
محمد حنیف اتمر ویلي، د پاکستاني پوځیانو ددغو خوځښتونو په تړاو یې درې ځلې خپل اعتراض له اسلام اباد سره هم شریک کړی دی.
د پاکستاني پوځیانو له خوا د توغندیو تر ویشتلو وروسته د ولسي جرګې د کمېټو مشرانو د افغان حکومت پوځي او ملکي استازي ورغوښتي وو.
د يادونې ده چې دا بريدونه نوي نه دي، تر دې مخکې هم څو څو ځل د پاکستاني ځواکونو لخوا پر کونړ راکټي او توغنديز بريدونه شوي دي.


د مطلب کود: 214863

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214863/د-پاکستان-بريدونو-له-امله-افغان-چارواکو-ملګرو-ملتونو-ته-شکايت-کړی

آوا
  https://www.avapress.com