دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۶
د مطلب کود : 214863
وروسته له هغه چې د پاکستان لخوا پر کونړ توغنديز بريدونه وشول او يو شمېر ځايي خلکو ته پکې مرګ ژوبله واورېده، د ځايي خلکو او پارلمان د وکيلانو له سخت غبرګون سره ياد بريدونه مخ شول.

تازه راپورونه وايي، افغان چارواکو د دغو بريدونو له امله ملګرو ملتونو ته شکايت کړی دی.
د بهرنيو چارو سرپرست وزير حنيف اتمر يوې پارلماني کمېټې ته ويلي، ملګرو ملتونو امنيت شورا ته يې رسماً خپل شکايت سپارلی.
محمد حنیف اتمر ویلي، د پاکستاني پوځیانو ددغو خوځښتونو په تړاو یې درې ځلې خپل اعتراض له اسلام اباد سره هم شریک کړی دی.
د پاکستاني پوځیانو له خوا د توغندیو تر ویشتلو وروسته د ولسي جرګې د کمېټو مشرانو د افغان حکومت پوځي او ملکي استازي ورغوښتي وو.
د يادونې ده چې دا بريدونه نوي نه دي، تر دې مخکې هم څو څو ځل د پاکستاني ځواکونو لخوا پر کونړ راکټي او توغنديز بريدونه شوي دي.
https://avapress.com/vdcjmxe8tuqevoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته