کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله او کرزي پر سولې بهير او د سياسي هوکړې پر عملي کېدو خبرې وکړې

د صدای افغان خبری آژانس , 30 سرطان 1399 ساعت 10:05

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملي پخلاينې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره کتلي دي.


د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ليدنه کې دواړو لورو د سولې پر بهير خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، حامد کرزي او عبدالله، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بنديانو پر تبادلې، د بين الافغاني خبرو پر ژر پيلېدو او د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ د سياسي هوکړې پر عملي کېدو خبرې کړې دي.
حامد کرزي، عبدالرب رسول سياف او يو شمېر نورو سياسي مشرانو تر ټاکنو وروسته د عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني په جوړجاړي کې مهم رول لوبولی وو.
داسې ګنګوسې خپرې شوې چې يو ځل بيا د نوو ګمارنو پر سر د عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني تر منځ ځينې مخالفتونه راټوکېدلي، ښايي د عبدالله عبدالله او حامد کرزي د ليدنې اصلي هدف هم همدا وي او ښاغلي عبدالله په دې تړاو له پخواني ولسمشر حامد کرزي د مرستې غوښتنه کړې وي.


د مطلب کود: 214971

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214971/عبدالله-او-کرزي-پر-سولې-بهير-د-سياسي-هوکړې-عملي-کېدو-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com