کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ او اړيکو پر پراخولو ټینګار وکړ

د صدای افغان خبری آژانس , 30 سرطان 1399 ساعت 11:38

د پاکستان حکومت وايي، هڅه کوي له افغانستان سره د تېر په څېر خپله سوداګري بېرته پراخه کړي او له دې هېواد سره خپلې اړيکې هم ښې کړي.


د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق پر خپل ټوېټر ويلي، د کرونا وایروس د خپرېدو له کبله د افغاستان او پاکستان تر منځ د سوداګريزو بندرونو او پولو بندېدو د دواړو هیوادونو سوداګري زیانمه کړه.
هغه هيله څرګنده کړې چې د کرونا وایروس دویمه څپه خپره نه شي او يو ځل بيا د دواړو هیوادونو سوداګري ورسره زيانمنه نه شي.
نوموړي زیاته کړې، تمه لري چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري بېرته وده وکړي او د دواړو هېوادونو تر منځ په هر برخه کې اړیکې لا پراخې شي.
هغه د واګه بندر پرانیستې ته په اشارې ټينګار کړی، چې دغه بندر به د افغانستان، پاکستان او هند تر منځ د سوداګرۍ برخه کې ګټور ثابت شي.
که څه هم د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په خپلو تازه څرګندونو کې يوازې د کرونا وايروس له کبله بنديزونو ته اشاره کړې، خو په وروستيو څو کلونو کې د دې هېواد له لوري وخت ناوخت د بندرونو بندولو او پاکستان ته د افغانانو لپاره د وېزې جبري کولو د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري سخته زيانمنه کړې.
داسې ښکاري چې اوس پاکستان دغسې څه درک کړي او هڅه کوي بېرته خپلې تېروتنې جبران کړي.


د مطلب کود: 214986

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214986/پاکستان-له-افغانستان-سره-د-سوداګرۍ-او-اړيکو-پر-پراخولو-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com