کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کونړ: زده کوونکو لپاره یو لوی چمن جوړ شو

30 سرطان 1399 ساعت 12:02

د کونړ په مرکز کې د څه باندې ۴۳ زره امریکایي ډالرو په لګښت په ۷۰۰ متره مربع ځمکه چمن جوړ شو
ذ یاد ولایت د رسنیو دفتر ویلي؛ یاد چمن د UNDP په مالي مټ د پوهنې ریاست په چوکاټ کې د مرکز اسعد اباد په لچګلي سیمه کې د ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ په ۷۰۰ متره مربع انګړ کې جوړ شوی، چې د قطرې اوبه خور سستم اسانتیاوو ترڅنګ پکې سلګونه زینتي بوټي هم کېنول شوي دي.



د کونړ سرپرست والي ډاکتر ګل محمد بیدار د چمن پرانیستې په مهال وویل خوښ دی چې د انسټیټیوټ د ودانۍ جوړېدو ترڅنګ زده کوونکو ته د لوستلو او تفریح لپاره مسوون چاپیریال رامنځته شو.
نوموړي د شرکت له مسوولینو یې مننه وکړه چې په خپل بې سارې زیار یې یادې سیمې ته ښکلا وربښلې ده.
سرچینه زیاتوي؛ په دغه مراسیمو کې چې د پوهنې رئیس او یو شمېر نورو ادارو مسوولینو برخه اخیستې وه، د چمن په جوړېدو یې د خوښۍ څرګندولو سربېره له ولایت مقام وغوښتل چې د یادې سیمې سرسبزۍ لپاره نور اړین ګامونه واخلي.


د مطلب کود: 214993

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214993/کونړ-زده-کوونکو-لپاره-یو-لوی-چمن-جوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com